ایکنانیوز راپور راکړی ډيپلوماټیکو سرچینو وویل چې د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سبا پاکستان ته ورځي.
د ایران ولسمشر به پاکستان ته ددغه سفر په دوام کښې اسلام اباد ، لاهور او کراچۍ ته هم لاړ شي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره هم کتنه وکړي او د پاکستان لومړی وزیر به د ایران ولسمشر او ورسره پلاوي ته غرمنۍ ډوډۍ هم ورکړي
د پاکستان د مشرانو جرګې سینا مشر ، د قومي اسمبلۍ مشر او وزیران به هم د ایران له ولسمشر رئیسي سره کتنې وکړي.
داپه داسې حال کې دي چې خبری او ټولنیز چینلونه پاکستان ته د ایران د ولمسشر دغه سفر ته ډير اهمیّت ورکوي او داښئ چې د ایران د اسلامی جمهوریت په بهرني سیاست کې له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو باب کې به یوه بله پاڼه هم ورزیاته شي .
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به په سه شنبې ورځ لاهور ته لاړ شي او هلته به د پنجاب صوبې له اعلی وزیرې میرمن میریم نواز او ګورنر بلیغ الرحمان سره کتنې وکړي او د علامه اقبال په مزار به فاتحه هم ولولي ..
د ایران ولسمشر به په سې شنبې ورځ کراچۍ ته لاړ شي او هلته به د سیند صوبې له اعلی وزیر او ګورنر سره کتنې وکړي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به بیا کراچۍ ته لاړشي او په کراچۍ کښې به پر لیدو کتو سربیره د پاکستان د خدای بخښلی بنسټګر قائد اعظم محمد علي جناح مزار ته هم ورشي.